صاحب شاه صابر
ګورې! خو ګوره د نظره به شې
د سترګو توره د نظره به شې
ستا د اوږدو زلفو بلا واخلمه
ګرځې سر توره د نظره به شې
زه چې په زخم کې دې ونغاړمه
د څړیکې شوره د نظره به شې
یوې خندا دې لېوني کړه یاران
مه خانده نوره د نظره به شې
مست لېوني درنه چاپېره ګرځي
د مینې کوره د نظره به شې