صاحب شاه صابر
د محبت په تاتره کې اوسو
مونږه مدام په خطره کې اوسو
د خپلو غرونو غوندې ورژيدو
په زلزليزه جزيره کې اوسو
لا خو د ځان په خوږو نه پوهيږو
لا د بارودو په نشه کې اوسو
لا خو نه کور شته نه کنډر نه کلی
لا خو په ورانه هديره کې اوسو
د خاموشې په سمندر لاهو يو
د زورورو په محله کې اوسو
دا مونږه څنګه په ځان نه پوهيږو
دا مونږ په کومه زمانه کې اوسو
مونږ به تر څو داسې ټکرې وهو
مونږ به تر کومې په تياره کې اوسو