صاحب شاه صابر
چې زما تنهايي وويني ګويا شي
خاموشي د دېوالونو په ژړا شي
زه پوهېږم چې زما د زړه زخمونه
په تودو څړيکو کې ساه واخلي صفا شي
څه يادونه په ما اوس هم خفه کېږي
چې خفه ورته ښکاره شم خواله راشي
مونږ خو د نه وې چې لارې دې تيارې شي
مونږ خو وې چې ګټ پيرونه دې رڼا شي
څه پيکه پيکه لوګي لوګي ماحول دې
کله کله خو مې ساه پکې ساه ساه شي
چې زما د مخه تاسره اشنا شي
مينې هغه خلک تا پېژني ستا شي
کله کله تاته ستا لوظونه ياد کړم
کله کله مې زړه دغسې خطا شي
په ليدو د قامتونو قيامتونو
ګړنګېدلي ګړنګونه وارخطا شي
چې کوم زخم مې هوا وخوري تازه شي
چې مې کومه څړيکه ساه واخلي ساه ساه شي
مونږ د ځان نه يو په ځان نه يو صابره
مونږ دې وسوزو خو لارې دې رڼا شي