صاحب شاه صابر
خدای خبر چې څنګ به دې جانانه هېروم
دا به لکه ځان د خپله ځانه هېروم
څوک چې مې په هېره چېرې هم هېر کړی نه دی
هغه څوک به څنګه په اسانه هېروم
خوب خو کله هېر او کله یاد، ځه داسې کېږي
خیال به دې په څه خبره ګرانه هېروم
هر څه چې یم ستا له برکته یمه عشقه
ستا کومه نېکي به مهربانه هېروم
ووایه چې کله دې د تندې سوی نه یم
کومه ناروا به دې اسمانه هېروم
سا که مې څه ده خو ستا په سا کې ده پوهېږم
څنګه، تا به ولې؟ خپل ارمانه هېروم
لا خو مې د زړه د پرهرونو وینې څاڅي
څنګ به دې د مینې ګولستانه هېروم
مه وایه د خلکو، خلک هر څه هر څه وایي
مه مې هېروه، نه به دې جانه هېروم
ځم د پښتنو د غرونو کاڼي ورله وړم
خپل پۍ مخی لال د بدخشانه هېروم
دا د هېرولو خوی یې ښه نه دی صابره
دا عادت له هغه مسلمانه هېروم