صاحب شاه صابر
د زلفو غر په بله واړوي د غرونو جینۍ
وخاندي بلې کړي لمبې په چنارونو جینۍ
راشي د ځان سره بادونه د سپرلي راولي
خدای جوړه کړې د ګلونو درنګونو جینۍ
د زړه په زمکه د تنکو زخمونو کر کومه
ګلونه وکرل د کور په دیوالونو جینۍ
اوس ټوله شپه سازونه اورمه سندری لیکم
مینه شوه په سندرو په سازونو جینۍ
چي قدم اخلمه تالي وهم ټکري خورمه
څنګ زنګولی یم د زلفو په ټالونو جینۍ
ناجوړ نه ده خو زما روغی راستی وهلی
هسي دی نه ګرزی په نورو زیارتونو جینۍ
اوس په ورغوي زما د وینی رنګ پټوي
ګوتي وهلي دي زما په پرهرونو جینۍ
ما سره غم دی چي د واورو سره واوری نشی
زه یرولی یم د غرونو بارانونو جینۍ
مینه د ګرانو ګرانه څنګ اسانوي صابره
راغله په څنګه ګړنګیدلی ګړنګونو جینۍ