صاحب شاه صابر
دا څه خبره ده، دا څه اورو، دا څه وایي څوک
پښتو به وایي خو پښتون به ځان ته نه وایي څوک
زما ملګري دې پښتو وایي، پښتون دې مني
ما ته دې خیر دی نوموړی ادیب نه وایي څوک
دا چې په څلو یې د سلو کالو ننګ تازه دی
دا څوک وژلای شي، دې خلکو ته به مړه وایي څوک
زموږ سرونه یې پکار وي، په موږ کار نه لري
زموږ په دور کې چې موږ ته پښتانه وایي څوک
زه خو سره د عقله هغسې ټکرې خورمه
زما نصیبه! ما ته هغسې سپېره وایي څوک
د زه او ته نه خو زما او ستا کیسه جوړه ده
څنګ ګناهګار دي چې په عشق کې ځان ته زه وایي څوک
خبره دا نه ده چې خلک په رښتیا نه مني
خبره دا ده چې رښتیا خبره ووایي څوک
موږ د نظر په جنګ کې دغسې بایللي زړونه
چې د بڼو غشي ورېږي زړه ته زړه وایي څوک
ستا هغه یو ایمان، یوه ژبه، یوه خبره
صابره! تا ته به په دې دور کې ښه وایي څوک