...

صاحب شاه صابر

څه د جلوس، څه د جلسې، څه د غزا شهیدان

مونږ بې هنرو پښتنو سره بلها شهیدان

په میدان ما جنګوي ماله شاباسې راکوي

خو د میدان په وېش کې نه مني زما شهیدان

زه د خپل یو یو ارمان، یو یو څلی ښه پېژنم

په خپلو لاسو مې ښخ کړي د وفا شهیدان

مونږه د یو جنګه خبر نه شو چې چا وګټو؟

مونږه د هره جنګه راوړه د دنیا شهیدان

مونږ د دې دور د فرات په غاړه مړه د تندې

مونږ د دې دور د تاریخ د کربلا شهیدان

خپل پردي کوم یو زورور پکې سر وو نه خوړو

دا د کابل شهیدان ښکاري په رښتیا شهیدان

چرته د یو څلي به پورته شي شغله د رڼا

په دې تیارو کې دې هېر مه شه د رڼا شهیدان

نن سبا ډیر زورور نه مني رښتیا خبره

مونږه په نن سبا کې واخله خامخا شهیدان