صاحب شاه صابر
د زړه زور نوی کومه، مینه ګورمه ځان تلم
زه چې اوس هم کله کله د حالاتو سره تلم
هغه مینه، هغه زه یم، هغه شپه، هغه جنون دی
تلې تلم په تلي کې د پیرونو سره پلم
خپلې لارې رڼومه په رڼا د خپلو اوښکو
نه د لمر پروا لرمه، نه په ستورو پسې زغلم
که د ګل ارمان مې هر څو د پرهر په لمن پټ کړو
خزانونه خو شکمن وو، خزانونه خو څارلم
ستا خوږو خوږو خبرو داسې خوږ خوږ شوګیره کړه
چې د اور څادر مې واغوست، په سکروټو کې څملم
دا چې اوس یې څه په خوله دي، اوس چې څه ته رښتیا وایي
زه په دې د یار دښمن وم، زه په دې اشنا وژلم
مېخانه وه، لېونتوب و، زه د ځانه خبر نه وم
ما به تاته وي کتلي، تا په سترګو کې څارلم
تا به هر چاته دروغ وی، ته د هر سړي اشنا وې
ما چې څوک رښتیا منلي، زه چې چا رښتیا ګڼلم
چې احساس لرم مېن یم، چې هنر لرم پښتون یم
په سکروټو کې به اوسم، په انګار کې به څملم
د حالاتو مصلحت خو د حالاتو په سمون وي
موږ د مینې لېوني یو، موږه ظلم ګڼو ظلم
نور څه نه سهي صابره! خو رښتونی یم رښتیا یم
دومره هر چا پېژندلم، دومره هر سړي منلم