صاحب شاه صابر
او!
زه د
خپلې وینې رنګ پېژنم
دا
څاڅکي څاڅکي
ټکي
ټکي په دې لاره پرته
په
کاڼو بوټو خوره
دغه
زما وینه ده
دا څوک
وینځلی نه شي
که په
دې هر څومره سېلۍ والوځي
که په
دې څومره بارانونه وشي
خو رنګ
به نه اړوي
ماته
معلومه ده
زما
وینه ده
دا به
رڼا کوي د ستورو په شان
دا به
دنیا له حوصله ورکوي
دا به سبا له فیصله ورکوي