صاحب شاه صابر
زه هغه لاس هغه ټوپک پېژنم
چې د کوم لاس د کوم ټوپک د لاسه
زما د قام د مشرانو سينې
غلبېل غلبېل په وېنو ورنګېدې
زما د ننګ د ملنګانو وينې
لکه اوبه د باران وبهېدې
دغه لاس دغه ټوپک دغه مورچه
زما د ستړي ژوند د عمر قیصه
دغه زما دپاره نوې نه ده
دغه زما د زمانو تجربه
دا ټوپک, دغه شپېلۍ, دا مردکي
مدام زما د زړه ځيګره وتي
دا بارود, دغه ګولۍ, دغه لوګي
زما د هر شهيد د سره وتي
زما د څومره شهیدانو وینې
دغه نظر دغه ګولۍ خوړلي
زما د څومره ارمانونو وینې
دغه ټوپک دغه شپېلۍ نوستلي
دغه لاس, دغه ټوپک, دغه نظر
زما ښکالو, زما اواز پېژني
زما د زړه د رڼا لارې نيسي
زما سندره, زما ساز پېژني
ما چې په کوم لوري قدم اخستی
دغه نظر په هغه لور وتی دی
زما شعور چې کله سا اخستې
د دې ټوپک د خولې نه اور وتی دی
دغه لاس دغه ټوپک, دغه ګولۍ
مدام زما په وينو رنګ راغلي
دغه اور, دغه نظر, دغه خطر
زما د قام سره په جنګ راغلي
خو! دا ځل دغه دښمن, دغه قاتل
ما سره ډېره عجيبه کړې ده
زما پښتو پورې ئې ټوقې کړي
زما په لاش ئې تماشه کړې ده
زما پښتو لا دومره سپکه نه ده
چې دا ناشونې ناروا وزغمي
پښتون لا دومره بې غېرته نه دی
چې په پښتو پورې خندا وزغمي