صاحب شاه صابر
زه د
تمامې ورځې ستړی مزدور
د شپې ایله
کټ ته ځان ورسوم
خو! لا
مې ډډه لګولي نه وي
لا مې
په خوب سترګې ورغلې نه وي
چې ستا
درد درد خواږه خواږه یادونه
لکه د
لارې کډواله مسافر
زما د
زړه په دامان
اورونه
بل کړي خېمې ولګوي
زه د
تمامې ورځې ستړی مزدور
په
دردېدلي وجود
ان تر
سحره پورې ویښ پاتې شم