صاحب شاه صابر
بیګا د
شپې خاموشي غلې غلې
د رڼو
سترګو د رڼا په قدم
زما
کوټې ته راغله
دا یې ووې
په یوه
ساه ئې ووې
ته څه
خبر یې که نا؟
په
اسمانونو کې جرګه شوې دہ
دا
فېصله شوې دہ
چې څوک
به خوب نه ویني
خوب
اګاھي خوروي
د خلکو
خوب تښتوي
خوب د
خوبونو باچائي نه مني
د زور
خدائي نه مني
نور به
څوک خوب نه ویني
اوس که
چا خوب ولیدو
ھغه سړي له به سزا ورکوي
ھغه سړی به په سولۍ خېژوي
زۂ د
سزا د ویرې وبوږنېدم
یو
ساعت ورپېدم
له
مرګه وېرېدم
دا مې
ووې
ښکارہ
صفا مې ووې
چې بیا
به خوب نه وینم
خو! چې
اودہ شومه، په خوب ورغلم
خوب مې
ولید
لکه چې
خوب زور او زاري نه مني
ھیڅ
پابندي نه مني