...

صاحب شاه صابر

مونږ څنګ خلک، څنګ سړي یو

لیوني یو

چې د مینې په نوم ننګ شي

د ښایست په وطن جنګ شي

مونږ خبر شو

زر شو ورشو

خپل ځانونه لولپه کړو

خپل کورونه خوار خسته کړو

غزا وکړو

توره وکړو

چې جنګ تم شي

هر څه سم شي

نو څه داسی خلک راشي

چې د کومی را پیدا شي؟

خو.. د جنګ په وخت کې نه وي

د تاوانه خبر نه وي

خو د هر څه مدعیان شي

مشران شي منصفان شي

میدان نیم کړي

هر څه خپلو کې تقسیم کړي

زمونږ مړي مونږ له راکړي

مونږ ته خپل مړي په شا کړي