...

صاحب شاه صابر

خدای خبر ولې خو زه کله کله

يو زوړ ورغلی پرهر وګروم

يو لرې تلی ياد راوګرځوم

يو ستړي شوي غم ته غاړه وځم

يو خوبولې څړيکه وڅېرمه

يو غلی شوی دړد راوپاروم

د زړه دننه مقبرې ته ورشم

ستا د يادونو اديرې ته ورشم

په يو پرېوتي څلي وغوړېږم

په يو وران شوي قبر وژاړمه