...

صاحب شاه صابر

د سمندر او د سیندونو رشته

د زمانو رشته ده

په اوبو جوړه د اوبو رشته ده

دا رشته مه شوکوئ

سیندونه مه بندوئ

مه کوئ مه قیدوئ

د تورو غرونو لېوني سیندونه

پرېږدئ چې ځي په مخه

له ګړنګونو نه ټوپونه وهي

روان دي غرونه وهي

ځي په دشتونو کې سفرې کوي

کله لږ ورو کله په منډه ځغلي

د سمندر د جوړېدو په ارمان

د سمندر دنیا ته ځان رسوي

د سمندر په زړه کې ځان ځایوي

د سمندر په زړه کې ځای جوړوي

سیند سمندر شي، لافاني سمندر

د سیند اوبه د سمندر اوبه شي

سیندونه مه بندوئ

د سیند اوبه د سمندر اوبه دي

مه کوئ مه سیندونه مه بندوئ

د سمندره اوبه مه پټوئ

سمندر مه قهروئ

که سمندر غصه شي

دلته راشي

ټول به یوه نعره کړي

هر څه به غرق اوبه کړي