صاحب شاه صابر
باغ و بهار دې چې په سترګو کې خبرې کوي
ښکلي هوښيار دي چې په سترګو کې خبري کوي
د کوم سپرلي دي چې د حسن په نشه پوهه دی
د کوم ګلزار دي چې په سترګو کې خبرې کوي
لا په
مئينو د الفت نشه ختلی نه ده
لا خو هوښيار دي چې په سترګو کې خبرې کوي
د خاموشۍ رواج یې هم په ژبه نه پوهیږي
څه ناقلار دي چې په سترګو کې خبرې کوي
دلته چي ژبي خوزوي جيبونه ډك ګرځوي
دلته کې خوار دي چې په سترګو کې خبرې کوي
دا خلق څوک دي چې خالونه یې رنګونه نولي
دا د کوم ښار دي چې په سترګو کې خبرې کوي
هغه بې شماره دي چي ښکلي قامتونه لري
هغه په شمار دي چي په سترګو خبري کوي
دلته بي شرمو ژبه ورو دنیا وخوړله
دلته په دار دي چې په سترګو کې خبرې کوي
د څړيکو څړيكو پرهرونو نه يې وينې څاڅي
دلته بيمار دي چې په سترګو کې خبري کوي
نشه نشه دي چې احساس لري په غم اخته دي
خمار خمار دي چې په سترګو کې خبرې کوي
ته به يې پیژني صابره خوتا نه پېژني
دا د لوی ښار دي چې په سترګو کې خبرې کوي