...

صاحب شاه صابر

د ګلونو تماشه وي کله لږه کله ډېره

په نصیب کې مې نشه وي کله لږه کله ډېره

خپل زخمونه ښکلومه، خپلو څړیکو ته تودېږم

هر شپه مې شوګیره وي کله لږه کله ډېره

کله زار شمه د ځانه، کله ځان د چانه زار کړم

زما مینه عجییه وي کله لږه کله ډیره

د پۍ مخو سل خبرې، سل بهانې، سل مکېزونه

د مئین یوه ګیله وي کله لږه کله ډېره

د احساس د زړه په ځمکه د الفت فصل کرمه

زمانه رانه خفه وي کله لږه کله ډېره

هر نظر پکې تیندک خوري،هر احساس پکې تېروځي

په دې کلي کې تیاره وي کله لږه کله ډېره

چې به کوم.سر کې سودا وي چې کوم سر وکړي نرونې

هغه سر ته خطره وي کله لږه کله ډېره

ته چې زلفو له څنډ ورکړې کلی وران کړې، وطن وران کړې

ته چې راشې زلزله وي کله لږه کله ډېره

د پردو خبرې اوري، د پردو په خوله تېروځي

د صابره مې ګیله وي کله لږه کله ډېره