صاحب شاه صابر
ما چې کوم نوم د خپل نظر په ائینه ولیکو
هغه نوم هر سړي پخپله دروازه ولیکو
خو سپرلی ستا د ښاېست د مخه پېژمنه
ما خو غزل ستا د قامت په حواله ولیکو
د دوزخونو په تودو لمبو کې ورغلمه
د جانان نوم مې د جنت په مناره ولیکو
د ښاېستونو د سپرلي په ښار کې پوخ دېره شوم
د مینې ټکې مې په زړه کې پخه ولیکو
ما خو د ژوند په کتاب بل اعترض نه دی کړی
ما یې تنقید په بې ترتیبه سریزه ولیکو
زما د مینې نه منکر زما د نومه منکر
زما غزل د خپل کتاب په حاشیه ولیکو
مغول به اوس هم زورور وي، پاچا څوک به لري؟
ما یې شکست د خپل تاریخ په تاتره ولیکو
هغه چې ما پکې ډیوه په لاسه ټکرې خوړې
ما یو کتاب په هغه شپه، هغه تیاره ولیکو
نور چې مې څه لیکل، کاغذ و په کاغذ مې لیکل
خو چې ستا نوم مې لیکو دا مې په سینه ولیکو
په زمانه پس مې څوک ولیده چې هغسې وه
په زمانه پس مې یو نظم هغه شپه ولیکو