صاحب شاه صابر
نه حوصله د انتظار لري نه مینې کوي
زړونه د کاڼي شو نه درد کوي نه وینې کوي
د نوي دور د شیرینو خولو د شره توبه
شېرني غواړي چې خبرې د شیرنې کوي
مونږه د خپلو خوش فهمو په څلو وژړوي
حقیقتونه فیصلې څومره سنګینې کوي
دا ګودر هغسې د زړونو زلزلې یادوي
دا ګودر هغسې کیسې ماه جبینې کوي
چې د حالاتو په سړه سینه کې اور بلوي
سړی که هر څه وي جامې به اور ورینې کوي
چې د رنګونو سره الوځي رڼا خوروي
خیال به مهین لري، خبرې به رنګینې کوي
دا یو صابر دی چې ځه څه نه څه رښتیا ووایي
دا یو سړی دی چې خبرې لږې سپینې کوي