صاحب شاه صابر
د محبت د ګلستان خبرې نه کوي څوک
خلق هوښیار شو د تاوان خبرې نه کوي څوک
هر چا د خپلو پرهرونو ژبې وتړلې
د سرو ګلونو د باران خبرې نه کوي څوک
زما د ښار د محتسب دعا قبوله شوله
زما په ښار کې د ايمان خبرې نه کوي څوک
یاران په خوب کې ښاپېري ويني خوبونه ويني
د شپې د ستورو د کاروان خبرې نه کوي څوک
د قامتونو قیامتونو قیصې هېرې شولې
د جنتونو د جانان خبرې نه کوي څوک
د ظالمانو زور قوي شه ويري ورکې شولې
د مظلومانو د ارمان خبرې نه کوي څوک
ما درته وې د نظر بازو د نظره به شي
ما درته نه وې چې د ځان خبرې نه کوي څوک