...

صاحب شاه صابر

نه هغه رڼې سترګې نه باڼه وینو تیاره ده

بې زړه نه يو خو څه وکړو ، مونږ څه وينو تياره ده

بس اورو چې په ښار کې د اسونو بادشاهي ده

په سترګو نه اسونه نه سواره وینو تیاره ده

په دې کوڅو کې هسې غړېدلي سترګې ګرځو

د يار د بڼو سوري پکې نه وينو تياره ده

د ښکلو د مخونو په لیدو پسې ړانده شو

د ښکلو نظرونه څنګه ووینو تیاره ده

د ډېرې زمانې نه مو څه ولیده نه زده کړل

د ډېرې زمانې داسې څه نه وينو تياره ده

د هغه ځایه اخوا خو تيرې د لامکان دي

تر هغه ځایه هم څه رڼا نه وینو تیاره ده

ددې او د هغې تمیز به څنګ کوو صابره

په سترګو خو نه دا او نه هغه وینو تیاره ده