صاحب شاه صابر
چې په دروغو خوشحاليږي په رښتيا خفه وي
هغه ياران خو به له ما نه خامخا خفه وي
زما خوږمن له ما نه لرې په صحرا دېره دی
زما په کلي کې څوک نشته چې په ما خفه وي
هغه سړی څه عجيبه، عجيبه ټوقې کوي
ما اورېدلي چې زما خفه، په ما خفه وي
د پېښور په ښار بلا شوې چې اوسې په کې
زړه به دې تنګ وي په وجود کې به دې ساه خفه وي
د مرغو شور په کومه لاړ مرغۍ په کومه لارې؟
بڼونه ختم شو سحر خپه هوا خفه وي
مينه به کوم کوم زړه ساتي څومره ناکام به کوي
دا خو دنيا ده د سړي نه به دنيا خفه وي
دا د ازار په ډېرۍ وختل ازار به مومي
چا چې نن جنګ وکړو، دا خلق به سبا خفه وي
زه د زړه منمه، خو څه خبره ومنمه
دغه دی ستا نه مرور دی خو په تا خفه وي
څه لېونی دی چې په يو ځای کې خوشحاله نه وي
صابر په ښار کې مرور وي په صحرا خفه وي