صاحب شاه صابر
وږی، تږی وي
رنځور وي لیونی وي
زموږ غم څه د غریب سړي بچې وي
سړی څنګ سړي خورو ته سړی پرېږدي
په سړي خو به خوږېږي چې سړی وي
د شکست حوصله نه لرم پښتون یم
مقابل که مې زنځير وي که زمری وي
خو!چې څه د مینې خوږ لري په زړه کې
په ما ګران وي که د غرونو لیونی وي
که د کور د درد د دوړو نه راپټ شو
خو په ښار کې د غم لړې وي لوګی وي
د زخمونو جامې واغوندئ چې ورشو
لېونو په میخانه کې به سپرلی وي
ستا د غم د غنو وریځ یې په سر ګرځي
ستا صابر به د رقیب د زړه ازغی وي