صاحب شاه صابر
چې په تیارو کې د رڼا د زړه خبرې کوي
دا سړی څوک دی چې زما د زړه خبرې کوي
اوس سړی داسې په اسانه سړی نه پیژني
خلک هوښیار شول په خطا د زړه خبرې کوي
چې د رڼا او د رنګونو موسم پېژني څوک
باران ته ناست دي د برېښنا د زړه خبرې کوي
څوک چې د جنګ وايي د جنګ له زوره نه دي خبر
دا لیوني دي د بلا د زړه خبرې کوي
دا چې په مونږ او
زموږ مینه پوري ټوکې کوي
دا څوک د کوم
ځای دی د چا د زړه
اوس څوک رښتیا خبره
هم ښکاره کولی نشي
اوس یاران یو بل ته په غلا د زړه خبره کوي
مدام سنګسار وي په صابر غریب
مي زړه وسوځي
څومره ساده دی په رښتیا د زړه خبره کوي