صاحب شاه صابر
هغسې مینه کووم هغسې وفا کوومه
ستا هغه یو نظر ته هغسې دعا کوومه
ما چې د بل د پاره څه کړي صحیح مې کړي
زه چې د ځان د پاره څه کووم خطا کوومه
اوس مې په زړه او ذهن داسې راخوره ده مینه
اوس چې د چا سره خبره کووم دا کوومه
که ګناه نه غواړي رښتیا وریځ دې نه راولي
زه په وریځو کې نشه کووم ګناه کوومه