...

صاحب شاه صابر

سپين تنکي غانټول او سره ريدي مې درله راوړه

غرونه مې راوړې نشو سپرلي مې درله راوړه

ما د کوه قاف ښاپېرۍ څه کولې راغلم

ستا د پاره تلی وم غمي مې درله راوړه

تا وې چې د بنګړې ګډا ډېر غمونه ورک کړي

ما وې چې خوشحاله شې بنګړي مې درله راوړه

خيال د مستې پېغلې او د مات منګي ټيکري

زړه! د خپل وطن مازيګر مې درله راوړه

تا خو د جامونو توبه کړې ده واعظه

واخله شراب وڅښه کټوري مې درله راوړه

ته د شپې دا لارې د تيرو نه يرېدلې

راشه د دنيا اور ورکي مې درله راوړه

ډېر که مې زړه وغوښتل چې ډېر څه درله راوړم

هېڅ مې پيدا نکړه اسويلي‌مې درله راوړه

وخته هغه ستا راکړي تاله درکوم

لپه که په لپه کې ازغي مې درله راوړه

ما وې! چې يوازې يې خفه به يې صاؔبره

راغلم د خالونو ښاپېري مې درله راوړه