...

صاحب شاه صابر

تنګ د یوې شپې له انتظاره دی

دا زړه ناقلاره، ناقلاره دی

هغه سړی هغسې په تا مین

تا چې څوک شړلی له ددې ښاره دی

اوس زما نظر زما نظر نه دی

تا چې اړولی ستا په لاره دی

هر سړي چې هرڅه زهر څښلي دي

هر سړی د هر څه نه وېزاره دی

دا سړی منم چې دروغژن نه دی

زړه یې ښه دی، ذهن یې بېکاره دی

مینه زوروه، زړه وره ده

زړه یې رانه وړی ستا لپاره دی

څه وایې؟ سپرلیه! ماته څه وایې؟

ستورو درته نه وې چې بې یاره دی؟

ستا د مینې تور پرې لګېدلی دی

تللی که صابر په هره لاره دی