صاحب شاه صابر
خو یا به تا او یا به ما کوله
نوره د مینې قيصه چا کوله
که د حالاتو سترګې هر څنګه وي
ما د ارمان سره وفا کوله
واعظه خلاص شوې د ایمانه پکې
په محبت کې دې ریا کوله
ما به د شنو خالونو رنګ ورکوو
زما د زړه داغ به رڼا کوله
د هغه مخ د حیا سره داسې و
ما څه چې ګل به ترې حیا کوله
د ګاونډي خوب يې له خدايه غوښته
اشنا د خپله کوره غلا کوله
ما د وړو بچو ژړا ژړله
د کوټې هر لرګي ټقا کوله
هغه شپه رنګ د میکدې بدل و
هغه شپه ستا خبره چا کوله
خدایه چې هغه خلک څنګ خلک وو
چا چې به مينه په رښتيا کوله
زما د زړه هغه ور پورې نه شو
هغه چې تا به پکې " تا " کوله
صابره! ودې ليدو پوهه شولې
تا
به په غم پورې خندا کوله