...

صاحب شاه صابر

ته خو خبر يي چي په تا څه وشو

ته څه خبر یې چې په ما څه وشو

په میکده کې چې بېګاه څه وشو

ستا په سر وشو چې اشنا څه وشو

ګرځمه خپل کور پکې نه پیژنم

په کلي وشوه که په ما څه وشو

خپل پکې یو بل سره نه پيژني

دا د دي دور په رڼا څه وشو

ښه رښتيا څه يې وي چې نه به راځي

قاصده دا څه وايي دا څه وشو

په ميو وينځي د لمن داغونه

په محتسب خو په رښتیا څه وشو

خبره دا وه چې انکار يې وکړو

خبره دا نه ده چې بيا څه وشو

ما د بلا زلفو بلا غوښتله

ما سره دغسې بلا څه وشو

ساه پکې اخلم خو ساه ساه يم پکې

هسې مې وژني په هوا سه وشو

هر څوک په ځان د چا نه نه دي خبر

څوک خبر نه شو چې په چا څه وشو