صاحب شاه صابر
راځي د ځان سره رڼا راولي
سپرلی قسم کړی چې تا راولي
دا چې په کلي نفرت خوروي
دا خلق کلي ته بلا راولي
ما د ارمان په خوله باور کړی و
ما وی چې تا به رښتيا راولي
زما نه غم د محبت هېروي
زما خوږمن ما له خندا راولي
زما د زړه د پرهر څړيکه، څړیکه
تا يادوي ما له ژړا راولي
مونږ چې ډېوه د محبت بلوو
وخت مهربانه شي هوا راولي
څوک به ستا نوم د چا څنګ پټوي؟
څوک به سپوږمۍ کور ته په غلا راولي
سپرلی، ځواني او لېوني خيالونه
ياد يې د ځان سره دنيا راولي
دا د شعور په شرعه مخکې تلي
دا قافلې به څوک په شا راولي
ستا د بڼو د بڼ الوتې مرغۍ
ما د بڼو سيوري له بيا راولي
دومره څه يو بل خو به وپېژنو
سپرلی به دومره څه رڼا راولي
څنګ د واعظ خبره ومنه
دنيا به څنګه څوک په شا راولي
نور دې څوک نه ژاړې چې نه ژاړمه
دلته چې څوک ژاړي، ژړا راولي
د چا خاطر وي د چا غم صابره
تا مېکدې ته خامخا راولي