صاحب شاه صابر
نور زما په ژوند کې څه دي د زړو ورځو يادونه
شوګیرو وهلي سترګې، ستړي ستړي ارمانونه
ما په خوږ زخم کې پټ کړل، ما په سور پرهر کې ونغښت
وینې وینې ارمانونه، څړيکې څړيکې حسرتونه
خدايه! دا له څنګه ژوند دی ما خو کله کله وژني
د ساقي ګلابي سترګې انګوري سره شرابونه
محبت او عقل دواړو چې ليدلي ليوني دي
د بګرام په مازيګر کې، د بګرام سکڼي سيلونه
د جنت د حورو خياله سترګې وغړوه ګوره
په دې غرونو کې پېښېږي قامتونه قيامتونه
دلته دومره اوبه نشته چې څوک وکري ګلونه
دلته غرونه غرونه واورې، دلته واورې واورې غرونه
د فطرت په لاس کې ډېر څه خو مننو له څه ورکړي
زلزلو ځپلې ځمکه، تندر تندر اسمانونه
ياره ژوند دی خو څه ژوند دی، چې تيرېږي څه تیرېږي
بې نشې مازيګري دي، بې ديدنه ماښامونه
د صابر د زړه په کور کې ما ليدلي دي ګواه يم
د زخمونو دفترونه، د دردونو کتابونه