صاحب شاه صابر
څه ګلونه، څه رنګونه څه نغمې کړم
ستا د ښار خبرې ستا په شان خوږې کړم
د تيارو د غرور سترګې به رڼې کړم
پرهونه به په لارو کې ډيوې کړم
څوک چې ما او تا يوځاي ليدلي نه شي
ورپسې به هغه ستا د خولې ښېرې کړم
د جانان د خوبولو سترګو یاده
ته راځي که د زخمونو ډيوې مړې کړم
زه د هر محفله ستړی کور ته راشم
زه په هر اتڼ کې ځان ذرې ذرې کړم
هغه سترګې دې يو څو ورځې زما شي
چې د مينې په خوبونو يې مړې کړم
د سپرلې له خوا به دومره نصيب غواړم
چې د ګل شونډې په خپلو وينو سرې کړم