...

صاحب شاه صابر

د خانانو به څه وايو چې خانان دي

ملنګان د پښتنو خپلو کې وران دي

چې د ځانه نا خبره دې د ځان دي

چې د ځانه خبر شوي دي په‌ ځان دي

مونږه هغسې د زمکې لائق نه يو

د دنيا قامونه ستوري د اسمان دي

وخته دلته چې قدم ږدې نو په خيال ږده

د دې خاورې کاڼي بوټي شهيدان دي

پښتو هغه ګناهګاره دوزخي ده

پښتانه غزا له تلي جنتيان دي

د صدو نه د سيندونو خوا کې اوسو

خو! زمونږ فصلونو اوس هم په باران دي

داسې ښکاري چې رښتوني خلک ډېر دي

د دنيا خلک له ژبې اوېزان دي

سړيتوب وي د سړي په څو خبرو

په سړي کې څو څو نښې د انسان دي

زه رښتونی چې څه وايمه رښتيا شي

خلک وائي چې په دې سړي پېريان دي

دا يو څو ياران که نه وي بيا به نه يم

زما ژوند دغه يو څو خواږه ياران دي

د ښاغلو لېونو لېونی پير دی

د صابر ياران د مينې قدردان دي