صاحب شاه صابر
په غزل او په سندره نه پوهیږي
یار د سره په خبره نه پوهیږي
ماته وايي چي زما په رضا ګرځه
پوهوم یې خو کافره نه پوهیږي
چي په کوم لوري مخ واړوي ملک وران کړي
پخپل زور خو زوروره نه پوهیږي
ما د ميني په راز څو څو ځله پویي کړه
خو د حسن جادوګره نه پوهيږي
که رښتیا وایې بهر د څړیکي څه دئ
چي وځي مي د پر هر ه نه پوهیږي
د هنر په جامه پټ قامونه شته شو
پښتنو اغوستې زغره نه پوهیږي
ځيني خلګ د ازله زورور وي
ځیني خلګ بې د شره نه پوهیږي
چي زما یقین يې یره ورکه نه کړه
ترهیدلې ده، اوتره نه پوهیږي
دا په څه نشه کي داسي لیونۍ ده
چي پریوځي د کمره نه پوهیږي