صاحب شاه صابر
غرڅنې د تورو غرونو پناه کیږي
که سپوږمې د ګړنګونو پناه کيږي
ما یې یو
دیوال تر مینځ زغملی نشو
هغه ځي ځي د ملکونو پناه کیږي
ما وژلو له سپرلي د ځان سره کړي
ما چي ویني د ګلونو پناه کیږي
د مخ سرو یی د اسمان لمنې سرې کړې
لکه نمر په چنارونو پناه کیږي
په کوڅو کې څوک د مینې رڼا وېشي
چې تیارې د ګټ پېرونو پناه کیږي
چي رښتونو څه وې هغه رښتیا کیږي
دروغژن د دیوالونو پناه کیږي
دغه چا ورته زما د راتلو ووې
دغه څوک ده چي د ورونو پناه کیږي