صاحب شاه صابر
که د زړه درزا مې ستړې ده ساه ساه ده
د پرهر ژبه مې هغسې ګويا ده
د مئينو زړونه مه ماتوئ خلکه
په دې ښار کې دغه لږه شان رڼا ده
ما د ميني دنيا ومونده غني شوم
خلکو وې چې په دنيا کې خو دنیا ده
چې د زړونو ائینې پکې زنګ اخلي
یره دا لا څنګه ښار څنګه هوا ده
د رقیب په خوله کې څنګ ښکلې تاثیر دې
هر څوک وايي چې مئينو ته ګناه ده
چې پخپلو کې پښتو ویلی نه شو
په دې څه که پښتانه یو پښتونخوا ده
د ارمان په سترګو لګه شان رنړا شوه
را ختونکې چرته سترګه د سبا ده
ما په دې دنيا کې مه چېړه ناصحه
هغه بله دنیا ستا سهي چې ستا ده
د قیامته هر سړی داسې يرېږی
لکه هر سړي چې کړې څه ګناه ده
د نظر په زور دې څوک غاوره نه شي
ما په غشو کې پېرلې خپله ساه ده
د خودی نشه يې ماته شوه په سر کې
د صابر د خود سرئ دغه سزا ده