...

صاحب شاه صابر

چې زما د‌ زړه او ذهن ترجمان دی

محمد زمونږ نبی اخر زمان دی

د جاهل او جهل دواړو سره وران دی

د عالم او علم دواړو قدردان دی

مسلمان خو زوروره مسلمان دی

په سختۍ کې په کافر هم مهربان دی

څو چې څوک د سړيتوب په لار روان دی

هم هغه يې امتی دی، مسلمان دی

د‌ دنيا د مظلومانو ترجمان دی

د‌ ظالم په خونه تندر د اسمان دی

د‌ تيارو غرور يې خاورې کړو رڼا شوه

کلک يقين ، کلکه جذبه ده، پوخ ايمان دی

په کچکول کې يې رڼا د کائناتو

څنګ فقير دی چې بادشاه د‌ کل جهان دی

د‌ انسان د پاره سوله، امن غواړي

د‌ دنيا د پاره امن دی، ايمان دی

هر جهاد يې شروع کړی د خپل ځانه

په هر جنګ کې مېړنی مرد ميدان دی

د فتنو د فسادونو سخت خلاف دی

سوچه امن، سوچه مينه ده، ايمان دی