...

صاحب شاه صابر

اورم چې سپرلي راځي

ښکاري چې ساقي راځي

مونږ د محبت د ښار

مونږ له زندګي راځي

ښکاري چې راتلونې ده

زمکه خوزي ځې راځي

عقله مبارک دې شه

ځان سره دې وړي راځي

دا ګودر په تا اباد

تا له لېوني راځي

زړونه یې د کاڼو دي

تا ویني ژوندي راځي

دا د زړونو لوبې دي

دې کې تباهي راځي

ستا د کلې ډیر خلق

ستا ذکر کوي راځي

عشق داسې په نخښه کړم

غم چې چرته وي راځي

وار وکړه لږ صبر شه

غمه خوشحالي راځي

خاورې به یو مړه به یو

ښکلي چې راځي راځي

مینه کمېدونکې ده

ژوند کې څه کمي راځي

دلته کې صابر مئين

دلته خو که مري راځي