صاحب شاه صابر
کربلا ده، تودې شګې دي، غرمه ده
تودې تندې اور اخيستې غرغره ده
د ايمان د نور رڼا ډيوه ډيوه ده
پتنګان لبمه لمبه دي تماشه ده
نه په تاو، نه په تاوان، نه په غرمه ده
د الفت څومره معصومه عقيده ده
وارخطا د يزيدانو رويه ده
شهادت د حسينينو وظيفه ده
که د ظلم د نهنګ غاښونه کلک دي
خو! د حق وينا د اوسپنې نسته ده
د يزيد د بادشاهۍ نيمګرې خياله!
د حسين د سر سودا ډېره ترخه ده
د يزيد سره لښکرې خزانې دي
د حسين سره يوه د خدای اسره ده
د حسين ډله ريښتونې ده، کره ده
د يزيد ډله باطله ده، خوره ده
اوس که هر څو د دروغو زمانه ده
خو د حق هغه لار هغه فلسفه ده
له درونو له دارونو بې پروا ده
د الفت د لېونو بله نشه ده
د هر ستوري د رڼا سترګو کې اوښکې
د هر ګل د پرهر خوله په وينو سره ده
د يزيد د خېل او خياله مخالف دى
د صاؔبر او د حسين لاره يوه ده