صاحب شاه صابر
څه خواږه کاته کوي
مینې ته مې زړه کوي
څه د قهر اور کري
څه د غضب تله کوي
عشق او صبر اور اوبه
هېڅ ګوزاره نه کوي
ستا په غم غني زړونه
نور غمونه څه کوي
هر پرهر هې هغسې
اور کوي اوبه کوي
ځه هغه یو ښکلی به
چا چا سره ښه کوي
هر څوک خو صابر نه وي
هر څوک ښلکې څه کوي