...

صاحب شاه صابر

عشق کوو پښتو کوو

ژوند د لېونو کوو

سوي د ښائست په ار

لوبې په لمبو کوو

ځو چرته د زړه په سر

سوری د بڼو کوو

زړونه مو زخمونه شو

ذکر د سپرلو کوو

غبرګ شو مازيګر او یاد

غم چرته د څښو کوو

مینه که رښتیا نه کړو

څه به په ځوانو کوو

اوس خو چې هر چرته یو

غم د دې کوڅو کوو

ستا نه صبروومه زړه

ځان سره پښتو کوو

څه صابره خلق یو

صبر په وعدو کوو