صاحب شاه صابر
نن چې د چا هيڅ نه دی
هغه سبا هیڅ نه دی
زه چې د چا هر څه یم
هغه زما هیڅ نه دی
زړه چې ټول وي هر څه وی
خور چې شي بیا هیڅ نه دی
خدایه په دې کلي کې
هیڅوک د چا هیڅ نه دی
دغه یو څو ورځې ژوند
دا په دنیا هیڅ نه دی
اوس د رقیبانو زور
ستا په دعا هیڅ نه دی
غرونه غرونه غم د ژوند
عشقه په تا هیڅ نه دی
هسې چې بې حسه شي
حسن خو بیا هیڅ نه دی
هغه چې وئ هر څه زه
هغه رښتیا هیڅ نه دی