...

صاحب شاه صابر

وایه کنه حال څه دی؟

وخته د یار خیال څه دی؟

دې ښائست له عقل څه

دې مستۍ ته ټال څه دی

زړه که سمندر نه کړې

نور د عشق مجال څه دی

ستا د بڼو غشو ته

زغړه څه ده ډال څه دی

تا انتظار څه کړی

ستا وعدې ته کال څه دی

څوک مې په دې پوهه کړۍ

هجر د وصال څه دی؟

ستا نه به توبه کړمه

دا دې په ما خیال څه دی