صاحب شاه صابر
مینې ته درانه ګورم
هر ښکلي ته ښه ګورم
مه کوه ویرېږمه
سترګو ته دې نه ګورم
ستا د سترګو سوی یم
ځم چرته اوبه ګورم
خپل پرهر ته اوګورم
ستا د حیا سره ګورم
ستا د بڼو بد اخلم
زور به د خپل زړه ګورم
خدای شته چې خدای ومنم
تا ته چې سم وګورم
ته او زما خوا نیول
دا څه وینم څه ګورم