صاحب شاه صابر
ښه وایو د زړه وایو
یو بل ته چې څه وایو
یو بل ته په سترګو کې
هر څه هر څه ووایو
هسې په مونږ ښه لږې
هسې درته ښه وایو
ستا مینه په سترګو کې
حسن ته لیمه وایو
ځان ته په سندره کې
ستا وئيلي ووایو
تا کله الفت کړی
حسنه څه به نه وایو
مینه چې محکمه شي
دا حال به هله وایو