...

صاحب شاه صابر

چې نشه شم چې نشه شي

څومره ښۀ شم، څومره ښه شي

خو چې تاته مخامخ شم

تمامي وجود مې زړۀ شي

خورې زلفې خواله راشي

حيراني مې يو په دوه شي

هله لاس مې په زړۀ کېږده

چې د ځانه دې زړۀ ښۀ شي

راشه هله شپه په تلو ده

هسې نه چې ډيوه مړه شي

چې نشه څومره ترخېږي

ستا لهجه دومره خوږه شي

زموږ لوی لوی ارمانونه

زموږ سترګو کې اوبه شي

چې د ښکلو بوسه واخلي

د سړي ایمان تازه شي

د دنیا ستړي غمونه

د صابر سره دمه شي