صاحب شاه صابر
ښه لګي خواږه لګي
ستا کاته په زړه لګي
دا کاته دې هېر مه شه
دا تا سره ښه لګي
ستا په وعده څه باور
ستا په وعده څه لګي
ته او په ریښتیا مینه
دا دروغ مې نه لګي
عشق لکه د بنګ بوټۍ
کله کله ولګي
هغه سړې هغسې
هسې په ما ښه لګي
دا د محبت نشه
کفر شي هله لګي