...

صاحب شاه صابر

ستا لیده هم حادثه ده

خو د نه لیدو نه ښه ده

په توده غېږ کې مې واخله

زندګي یخه څله ده

ستا د یاد په تار یې تړم

ژوند ساعت دی که لمحه ده

که رانغلې څه به کېږي

باران راغی ډیوه مړه ده

په سازونو کې ساه نشته

د سندرو ادې مړه ده

د بلا غمونو خلاص شوم

ستا په غم کې خو مې ښه ده

مینې دومره خو مې پوه کړه

چې د ژوند فلسفه څه ده؟

د یار غمه پرواه مه کړه

د صابر حوصله ښه ده