...

صاحب شاه صابر

پخیر راغلې

ستړې مشې

څنګه راغلې

په خیر راغلې

په موده

په زمانه پس

چا دریاد کړم

که دریاد شوم

که دې یاد وي

ستا خو هیر ووم

ته خو ورک وې

په دنیا کې

د دنیا په رنګینو کې

په رنګینو ورځو شپو کې

نا اوزګار وې

څنګ اوزګار شوې

په موده په زمانه پس

د دنیا په پته پویې شوې

ژوند دې اولید

ځان دې اولید

خپل قسمت درته معلوم شو

زه دریاد شوم

ما له راغلې

خو په داسې وخت کې راغلې

چې زه هغه پاتې نه یم

په رښتیا هغسې نه یم

چې کوم زه تا پیژندمه

هغه زه زما نه ورک دې

زما زړه زما نه ورک دې

لیونی ورپسې ګرځم

په رڼا کې

په تیارو کې

په بازار کې

په کوڅو کې

په نشو په تماشو کې

هغه زړه چرته کې ګورم

سر وهلې

بر وهلې

لیونې ورپسې ګرځم

که مې اوموند

نو وعده ده

هغه وخت به دې خبر کړم

که دې زړه وو

که اوزګار وې

که راتلې شوې

بیا به راشې

چې زاړه وختونه یاد کړو

خپل خواږه یادونه یاد کړو