...

صاحب شاه صابر

چا ته نظر چا ته لېمه ووایو

څه نه څه هر ښکلي ته ښه ووایو

سپرلي مې لا د زړه سودا زیاته کړه

نصیبه چا چا ته سپېره ووایو

هم انتظار، هم ملامته په ما

د جانان دې عادت ته څه ووایو

کوم ستوری ستا د جبین خال وګڼم

کوم ګل ته ستا د حیا سره ووایو

چې نه سپوږمۍ شته نه وږمه د چمن

جانان ته حال د چا په خوله ووایو

په سږني سپرلي کې خاورې مینه

په سږني سپرلي به څه ووایو

پرېږده چې زړه د رقيبانو وچوي

راځه چې یو بل ته د زړه ووایو